کورپاڼه / هنر او کلتور / اجی دیوګن: له لومړۍ لېدنه وروسته مې پرېکړه وکړه چې بیابه له کاجول سره نه وینم

اجی دیوګن: له لومړۍ لېدنه وروسته مې پرېکړه وکړه چې بیابه له کاجول سره نه وینم

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند اجی دیوګن وایي چې له کاجول سره یې په لومړنۍ لېدنه کې درک کړه چې ډېره کبرجنه یا مغروره ده، نو له هغې وروسته یې پرېکړه وکړه چې نور به هیڅکله ورسره ونه ویني.

د بالیووډ فلمي صنعت ته د (سنګم) په څېر د بریالي فلم ورکوونکي اجي دیوګن د ۹۰ لسېزې د بریالۍ اداکارې یا هنرمندې کاجول سره په ۱۹۹۹ کال واده وکړ، چې اوسمهال دوه بچیان لري یو یې نیسا او بل یې یوګ دیوګن نومېږي.

که څه هم د اجي دیوګن او کاجول شخصیتونه سره متضاد دی، خو دوی بیاهم د بالیووډ له کامیابې جوړې څخه ګڼل کېږي، د کاجول په اړه خو ټول پوهېږي چې ډېرې خبرې کوي او غواړي چې له هرې شېبې خوند واخلي، خو اجي دیوګن بیا لږې خبرې کوي او جدي انسان دی.

د یوې مرکې پرمهال اجي دیوګن د اول ځل لپاره ویلي دي چې له کاجولل سره یې له لومړۍ لېدنې وروسته پرېکړه وکړه چې بیابه ورسره نه ویني، نوموړی وایي چې: ((زموږ لومړنۍ لېدنه د هلچل فلم له ثبت څخه دمخه پیل وشوه، چې له هغې وروسته مې له کاجول سره د لېدنې لیوالتیا نه وه)).

اجی دیوګن وایي کله چې د لومړي ځل لپاره له کاجول سره شو، نو ډېرې خبرې به یې کولې او مغروره وه او دا یې حس کړه چې دواړه شخصیتونه سره متضاد دي، خو څه چې کېدل هغه وشول.

نوموړی وایي چې دوی سره مئین شول او له مئینېدو وروسته یې یو بل ته وخت ورکړ او دا یې حس کړه چې دواړه به پاتې ژوند یوځای تېروي، خو دوی بیاهم د مئین اظهار سره ونه کړ او نه یې د واده په اړه خبرې وکړې، خو د واده لپاره یې له وړاندې اراده درلوده او دې ته یې اړتیا درلوده چې یو بل وپېژني.

دا هم ولولئ

ابیشک بچن: یو وخت مې د فلمي صنعت د پرېښودو پرېکړه کړې وه

د هند فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند ابیشک بچن اوسمهال په بالیووډ کې د غوره …