کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ټویټر د روسیې د حکومت له لوري جریمه شو

ټویټر د روسیې د حکومت له لوري جریمه شو

ټویټر د ټولنیزو رسنیو له جملې څخه یوه مشهوره رسنۍ ده، چې د نړۍ ګڼ شمېر سیاستوال، لوبغاړي، سندرغاړي، فلمي اداکاران او د نړۍ یا د یو هیواد مشهور کسان یې کاروي.

د ټویټر په اړه وروستی خبر دادی چې دغه شرکت د روسیې له لورې د ممنوع یا منع شوو موادو د نه لېرې کولو له امله جریمه شو او له دې وړاندې د روسیې محکمې ټویټر په دې ۴۲ زره ډالر جریمه کړ، چې له منعه شوو موادو په لېرې کولو کې ناکام راغلی و.

ویل کېږي چې روسیې تېره میاشت د غیر قانوي موادو د نه لېرې کولو په تور د ټویټر سرعت ورو کړی و، چې د ټویټر یې په اړه له ځواب ورکولو ډډه کړې وه.

له دې وړاندې ټویټر ویلي ول چې دوی د روسیې له لوري ترسره شوي اقدامان د بیان پر آزادۍ اغېزې غورځوي او ټویټر دې ته اجازه نه ورکوي، چې په رسنۍ یې منعه شوي مواد خپاره کړي.

یاده دې وي دا لومړی ځل نه دی چې ټولنیزې رسنۍ یا شرکتونه د ځینو هیوادونو له لورې جریمه، بلکې څه موده وړاندې برازیل د آیفون موبایلونو شرکت په دې جریمه کړی، چې له آیفون ۱۲ سره پیرېدونکو ته چارجر او غوږۍ نه وې ورکړئ.

دا هم ولولئ

هغه حشره چې خپلو دماغو ته د بدلون ورکولو وړتیا لري

سره د دومره ډېر پرمختګ او ټیکنالوژۍ بیاهم ځینې شیان داسې کارونه دي چې موږ …