دارچیني او هیل یا لاچي د انسان د روغتیا لپاره پخپل جوړښت کې ډېرې ګټې لري، نو که چېرته په منظم ډول په په برابره توګه وکارول شي، نو ډېرې ګټې ورڅخه ترلاسه کیدلی شي.
د خوراکي توکو کارپوهان او روغتیاپالان وایي چې دارچیني انټي بکټریل او انټي فنګل ځانګړتیاوې لري، چې د ګرمۍ یا اوړي په موسم کې د ګرمۍ یا تودوخې څخه د ژغورلو یو غوره انتخاب دی.
د دارچیني د ګټو څخه یوه ګټه دا هم ده که چېرته پوستکی خارښت پیدا کړي، نو د دارچیني پوډر به راواخلئ او په شاتو کې به یې ګډ کړئ، بیابه ذکر شوی ترکیب په ورځ کې دوه ځلې پر بدن ووهئ، د دریو ورځو دننه به مو ستونزه حل شي.
دغه راز د دارچیني اوبه د انسولینو په برابر ساتلو کې هم اغېزمن رول لوبوي او ترڅنګ یې د بدن د وزن په کمولو کې مرستندویه تمامېږي.
بل لوري ته هیل یا لاچي د وینې لوړ فشار کموي، سربېره پر دې د تېزابیت د ختمولو لپاره که چېرته واړه لاچي یا هیل استعمال شي، نو سمدستي به د تېزابیت ستونزه حل ومومي.