کورپاڼه / خبرونه / بابر اعظم په نننۍ لوبه کې نوى ريکارډ په خپل نوم کړ
بابر اعظم

بابر اعظم په نننۍ لوبه کې نوى ريکارډ په خپل نوم کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي بابر اعظم نن په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې خپله ١٣مه سليزه ووهله او تر ټولو چټک توپوهونکى شو چې په کمو لوبو کې يې دومره سليزې وهلي دي.

نوموړي نن د سويلي افريقا پر وړاندې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې په ١٠٤ توپونو ١٠٣ منډې وکړې او د هدف په پوره کولو کې يې ښه توپوهنه ترسره کړه.

نوموړي ١٣مه سليزه په ٧٦مه لوبه کې پوره کړه، چې ځينې نور مشهور لوبغاړي يې تر شا پرېښودل او په دې برخه کې تر ټولو په کمو لوبو کې يې دا سليزې ووهلې.

له بابر اعظم وروسته د سويلي افريقا توپوهونکى هاشم امله راځي، چې په ٨٣ لوبو کې يې ١٣ سليزې وهلې وې، همدا راز ويراټ کوهلي او کوانټين ډي کوک دواړو په ٨٦ لوبو کې ١٣-١٣ سليزې وهلي دي.

د اسټراليا پيليز توپوهونکي ډيويډ وارنر بيا په ٩١ لوبو کې ١٣ سليزې وهلي دي او په پنځم مقام کې قرار لري.

٢٦ کلن بابر اعظم چې د اى سي سي په نړيوالو يو ورځنيو لوبو د توپوهونکو درجه بندۍ کې دويم مقام لري، له ويراټ کوهلي وروسته دى، خو په کمو لوبو کې د سليزو په وهلو سره ترې مخکې شو.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …