کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د مصنوعي سپوږمکیو رڼا د کایناتو په مشاهده کولو کې خنډ رامنځته کوي

د مصنوعي سپوږمکیو رڼا د کایناتو په مشاهده کولو کې خنډ رامنځته کوي

ویل کېږي چې د ځمکې پر مدار موجودې سپوږمکۍ د آسمان روښانتیا ډېروي او ستور پېژندونکي یې په اړه خبرداری ورکوي چې دغه ډول د روښنایۍ ککړتیا یې د څېړنو پرمهال خنډ او ځنډ رامنځته کوي.

د اروپا فضایي اداره (اي ایس ای) وایې چې د ځمکې په مدار کې له ۹۲۰۰ ټنو څخه ډېرې فضایي مادې شتون لري، چې له بېکاره سپوږمکیو څخه نېولې تر کوچنیو ټوټو پورې ور يکې شامل دي.

خو اوسمهال داسې بریښي چې فضایي فاضله نه یوازې دا چې له یو بل سره د ټکر خطر لري، بلکې له نورو فضایي شیانو سره په یوځای کېدو د رڼایۍ د ککړتیا هم ډېروي.

څېړونکي وایي چې دوی د ځمکې د دروبینونو په مرسته مشاهده کړې چې د لمر وړانګې له فضایي شیانو سره په لګېدو منعکس کېږي او په څېړنو کې خنډ رامنځته کوي.

دوی وایي لکه څنګه چې د لمر وړانګې پر فضایي شیانو غورځي، نو داسې ښکاري لکه ستوري چې وي او دغه خنډ ددې لامل کېږي زموږ ترلاسه شوو معلومات ته زیان ورسوي.

دا هم ولولئ

هغه حشره چې خپلو دماغو ته د بدلون ورکولو وړتیا لري

سره د دومره ډېر پرمختګ او ټیکنالوژۍ بیاهم ځینې شیان داسې کارونه دي چې موږ …