کورپاڼه / جالب / یو بایسکل چلوونکې د اتو ورځو مزل په کولو سره ریکارډ جوړ کړ

یو بایسکل چلوونکې د اتو ورځو مزل په کولو سره ریکارډ جوړ کړ

د کشمیر یو بایسکل چلوونکې په اتو ورځو، یو ساعت او اوه دیرش دقیقو کې د هند له شمال څخه دوه زره کیلو میتره لېرې تر جنوب پورې د مزل په کولو سره د ګنیز د نړیوالو ریکارډ په کتاب خپل نوم ولیکه.

ویل کېږي چې دغه بایسکل چلوونکې چې د کشمیر اوسیدونکی دی، درویشت کاله عمر لري او نوم یې عادل تیلي دی. نوموړی د مارچ په دوه ویشتمه نیټه له کشمیر څخه روان شو او وروسته له اتو ورځو د هند جنوب لوري ته واقع کلي کنیاکماري ته ورسېد.

د عادل تیلي ریکارډ اته ورځې، یو ساعت او اوه دیرش دقیقې دی، چې له دې وړاندې د یو بل بایسکل چلوونکې هیتندر مهاجن د اتو ورځو، اوو ساعتوتو او اته دیرشو دقیقو ریکارډ یې مات کړ.

تیلي له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې: ((له کله مې چې د بایسکل چلونه مسلک ګرځېدلی، نو له ځان سره مې اراده کړې وه چې یو ریکارډ به جوړوي، که څه خپل منزل ته لږ په ځنډ ورسېدم، خو خوشحاله په دې یم چې ترسره مې کړ)).

عادل تیلي وایي، چې د بریا د ثبوت لپاره اوسمهال د رسمي تصدیق لپاره د ګنیز د ریکارډونه د ثبت ادارې ته وړاندې کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، …