کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان ډېر په تکليف په وروستي توپ له سويلي افريقا لوبه وګټله
بابر اعظم ١

پاکستان ډېر په تکليف په وروستي توپ له سويلي افريقا لوبه وګټله

د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ ډېره په زړه پورې لوبه ترسره شوه، چې په وروستي اور کې فهيم اشرف ډېر په تکليف ٣ منډې پوره کړې او پاکستان ته يې بريا ورپه برخه کړه.

د سويلي افريقا او پاکستان ترمنځ لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه په سينچورين کې ترسره شوه، د لوبې په پيل کې پاکستان پچه وګټله او لومړى يې سويلي افريقا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

سويلي افريقا په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې راسي وان در دوسين ١٢٣ ناسوځېدلې، ډيويډ ميلر ٥٠ او انډيل پهيلکوايو ٢٩ منډې وکړې.

د پاکستان له خوا شاهين شاه اپريدي او حارث روف ٢-٢، محمد حسنېن او فهيم اشرف ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٢٧٤ منډو هدف پاکستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٣ ويکټو په توپير يې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې بريا خپله کړه.

د پاکستان لپاره بابر اعظم ١٠٣، امام الحق ٧٠، محمد رضوان ٤٠ او شاداب خان ٣٣ منډې وکړې.

د سويلي افريقا له لوري انريک نورجه ٤، انډيل پهيلکواو ٢ او کاګيسو رباډا ١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بابر اعظم ته ورکړل شوه.

د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ به ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو دويمه لوبه د اپريل په ٤مه نېټه په جوهانسبرګ کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

مهيندر سينګ دهوني

دهوني په لومړۍ لوبه کې ١٢ لکه روپۍ جريمه شو

د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشر مهيندر سينګ دهوني په خپله لومړۍ لوبه کې د …