کورپاڼه / اسلام / که جنت ته داخلېدل غواړئ نو ډېرې سجدې وکړئ

که جنت ته داخلېدل غواړئ نو ډېرې سجدې وکړئ

حضرت ابو هریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، یو بنده خپل رب ته هغه ډېر نږدې کېږي کله چې سجده کوي، نو تاسې په سجده کې ډېرې دعاګانې وکړئ.

حضرت ثوبان رضي الله عنه روایت کوي چې ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل چې هغه عمل راته وښایه چې الله تعالی مې جنت ته داخل کړي یا هغه عمل راوښایه چې الله تعالی ته ډېر ګران شم، رسول الله علیه وسلم غلی شو.

ما بیا وپوښتل، رسول الله صلی الله علیه وسلم غلی شو، کله چې مې دریم ځل پوښتنه وکړه نو راته یې وفرمایل، تاسې د الله تعالی لپاره ډېرې سجدې وکړئ، نو الله تعالی به د سجدې په سبب ستاسې یوه درجه لوړه کړي او یوه ګناه به مو ختمه شي.

حضرت ربیعه بن کعب اسلمي رضي الله عنه روایت کوي چې زه یو شپه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وم، ما ورته د اوداسه لپاره اوبه راوړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل:

پوښتنه وکړه، ما ورته وویل چې غواړم تا سره په جنت ملګرتیا غواړم، رسول الله راته وفرمایل نور؟ ما ورته وویل همدا کافي دي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، نو بیا ډېرې سجدې وکړه او د نفس له پاس ماسره مرسته وکړه.

دا هم ولولئ

د یو چا په اړه قسم خوړل چې الله تعالی یې نه بخښي، څه پایلې لري؟

بدعت: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ …