د جاپان حکومت د چرسو د طبي کارونې لپاره په څېړنو او تجربو کار پیل کړی، چې په اړه به یې په راتلوونکي میاشت کې خپل وروستی راپور خپور کړي.
د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د جاپان د روغتیا وزارت د بنګو په لومړنیو تجربو د پیل په لارو چارو فکر کوي او دا وخت په دې هیواد کې په قانوني ډول د بنګو په طبي کارونه بندیز پورې شوی دی.
راپورونه زیاتوي چې په دې اړه څو ورځې دمخه د وزارت په وروستۍ غونډه کې د بنګو د طبي کارونې کارپوهان د خبرو پیل وکړ.
د جاپان روغتیا وایي چې څېړنیزه ډله په ځانګړو لارو چارو سره خبرې کوي، چې پلان به یې د میي میاشتې تر آخره پورې بشپړ شي.
یاده دې وي چې له بنګو څخه تیار شوي توکي په امریکا او نورو هیوادونو کې قانوني حیثیت لري، چې د مرګي د درملنې لپاره یې درمل په لومړي سر کې ځای لري.