کورپاڼه / خبرونه / لانس کلوزنر: زمبابوې سره د ټېسټ لوبو مساوي کول او شل اوريزو لوبو کې بريا لوى وياړ دى
لانس کلوزنر

لانس کلوزنر: زمبابوې سره د ټېسټ لوبو مساوي کول او شل اوريزو لوبو کې بريا لوى وياړ دى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکى لانس کلوزنر د زمبابوې سره د افغانستان د ټېسټ لوبو مساوي کول او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې بريا ترلاسه کوى لوى وياړ ګڼي.

نوموړي چې له بي بي سي پښتو سره يې مرکه کوله، په خپلو خبرو کې يې وويل، زما په فکر موږ ډېره ښه او غوره لوبه وکړه، تاسو پوهېږئ موږ له ايرلېنډ سره له ډېرو ښو سياليو راستانه شوي و او لوبې مو ګټلې وې، که د زمبابوې سره د ټېسټ لوبو په اړه خبره وکړم، نو دا د هېرولو نه ده چې هغوى له دېرش کلونو راهيسې ټېسټ لوبې کوي، دا وياړ و چې موږ ورسره ټېسټ لوبه مساوي وکړه. زما په فکر لوبغاړو ډېره ښه لوبه وکړه.

په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د پچ په اړه هغه وويل، چې زموږ لوبې له هېواد نه بهر وي، نو موږ هڅه کوله چې داسې پچ جوړ کړو چې افغانستان ته ګټه وکړي، دا زموږ دغلته لومړۍ ټېسټ لوبه وه، خو هغسې پچ جوړ نه شو، چې افغانستان ته ګټه وکړي، نو موږ د بلې لوبې لپاره بيا ډېر څه زده کړل او بيا مو سم پچ جوړ کړ.

هغه دا هم وويل، چې پچ ډېر بد نه و، خو موږ يوازې ښه توپوهنه ترسره نه کړه، نو موږ په دويمه لوبه کې بيا هر څه سم کړل او ښه لوبه مو ترسره کړه.

لانس کلوزنر وويل، چې موږ ټول لوبغاړي بايد داسې وروزو، چې په هر حالت کې په دې وتوانېږي، چې لوبه د افغانستان په ګټه پاى ته ورسوي، لکه څنګه چې موږ په شل اوريزو لوبو کې ليدل کېږو.

نوموړي د راتلونکي نړيوال شل اوريز جام په اړه وويل، چې که څه هم موږ ورته چمتو لوبډله لرو، خو ډېره اوږده لاره لرو او د هغې لپاره به کار کوو، ځکه موږ له سترو لوبډلو سره لوبې لرو او بايد کار ورته وکړو.

دا هم ولولئ

معين علي

د راجستان کمزورې توپوهنه، چيناى دويمه لوبه وګټله

د چيناى سوپر کنګز لپاره معين علي، سام کران او رويندرا جډيجا ډېره ښه توپ …