کورپاڼه / جالب / یو شخص چې خپلې میرمنې وهلی، حوزې ته د شکایت لپاره تللی، خو…

یو شخص چې خپلې میرمنې وهلی، حوزې ته د شکایت لپاره تللی، خو…

په هند کې یو شخص خپلې دویمې میرمنې او ناسکه لور وهلي، خو کله چې د پولیسو حوزې ته د شکایت په موخه لاړ، نو د پولیسو مشر ورته داسې مشوره ورکړه، چې له خندا به مو شنه کړي.

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه د هند په میرټ ښار کې رامنځته شوه او یو اوه پنځوس کلن شخص چې د هیمنت ګویل په نوم سره یادېږي د خپلې دویمې میرمنې او ناسکه لور لخوا وهل شوی دی.

ویل کېږي کله چې ګویل په زخمي حالت د پولیسو حوزې ته شکایت وکړ، کله چې د پولیسو مشر د نوموړي ټوله کیسه واورېده، نو مشوره یې ورکړه چې د (ګیاتري) په نوم منتر یا دم دې په ځان ۱۰۸ چوپ کړي او رخصت یې کړ.

بل لوري ته د میرټ زون د پولیسو مشر پروین کمار د حوزې د مشر پریم چند شرما دغه حرکت تر نظر لاندې نېولی او په اړه یې د څېړنو امر کړی دی.

یاده دې وي چې پریم چند له دې وړاندې هم خلکو ته د دا ډول مشورو په ورکولو کې شهرت درلود او ګیاتري منتر یا دم د هندوانو د مذهب له کتاب (ریګ وید) څخه را اخیستل شوی او دا باور لري چې په ۱۰۸ ځلو لوستلو سره یې بریا، خوښي او ارام په برخه کېږي.

دا هم ولولئ

یو شخص په سخته ګرمۍ او مارانو کې په سکیټ تخته (۴۰۰۰) کیلومیتره سفر کړی

اته ویشت کلن ټام ډروري د سکیټ د لوبې سر سخت مینوال دی او اسمهال …