کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د ويسټ انډيز او سريلانکا ټېسټ لوبلړۍ ٠-٠ پاى ته ورسېده
سريلانکا او ويسټ انډيز

د ويسټ انډيز او سريلانکا ټېسټ لوبلړۍ ٠-٠ پاى ته ورسېده

د ويسټ انډيز او سريلانکا ترمنځ دويمه ټېسټ لوبه هم بې نتيجې پاى ته ورسېده او هېڅ يوه لوبډله په دې ونه توانېده چې په دې لوبلړۍ کې يوه لوبه په خپل نوم کړي.

په دويمه ټېسټ لوبه کې سريلانکا پچه وګټله او لومړى يې ويسټ انډيز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ويسټ انډيز په لومړۍ پاڼۍ کې ٣٥٤ او په دويمه پاڼۍ کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٢٨٠ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ختمه يا ډيکلير کړه.

سريلانکا بيا په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٥٨ منډې وکړې او په دويمه پاڼۍ کې يې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٣ منډې وکړې، چې د لوبې ورځې پاى ته ورسېدې او د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه بې پايلې پاى ته ورسېده.

د ويسټ انډيز لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې کريګ بريتوېټ ١٢٦ او په دويمه پاڼۍ کې بيا نوموړي ٨٥ منډې وکړې.

د سريلانکا لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې لاهيرو تهيراماني ٥٥ او په دويمه پاڼۍ کې ديموت کرونارتنى ٧٥ منډې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کريګ برېتوېټ ترلاسه کړه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه سورانګا لکمل ته ورکړل شوه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د ٢ ټېسټ لوبو لړۍ ٠-٠ پاى ته ورسېده، چې په هره لوبه کې دواړو لوبډلو ٢٠-٢٠ نومرې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

معين علي

د راجستان کمزورې توپوهنه، چيناى دويمه لوبه وګټله

د چيناى سوپر کنګز لپاره معين علي، سام کران او رويندرا جډيجا ډېره ښه توپ …