کورپاڼه / سياست او روانې چارې / په روژه کې د کورونا ضد واکسين کولو په اړه فتوا خپره شوه
د کورونا ضد واکسين

په روژه کې د کورونا ضد واکسين کولو په اړه فتوا خپره شوه

د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ترکيې عالمانو په روژه کې د کورونا ضد واکسينو لګولو په اړه يوه ګډه فتوا خپره کړې ده.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د درې واړه هېوادونو عالمانو په يوه ګډه فتوا کې ويلي دي، چې په روژه کې روژه په خوله د کورونا ضد واکسين لګول جايز دي او د واکسين په کولو سره روژه نه ماتېږي.

په فتوا کې ويل شوي دي، چې د کورونا ضد واکسين روژې ته هېڅ تاوان نه رسوي او هر انسان ته پکار دي چې د کورونا ضد واکسين وکړي.

د يادولو وړ ده چې په افغانستان کې هم د کورونا ضد واکسينو کولو لړۍ پيل شوې ده، خو تراوسه پورې عامو خلکو ته د واکسينونو لګولو لړۍ نه ده پيل شوې.

ياده دې وي چې د روژې مياشتې ته يوازې څو ورځې پاتې دي او د افغانستان په ګډون، په ټوله اسلامي نړۍ کې مسلمانان د روژې مياشتې ته ډېر په تمه وي، خو د تېر کال په څېر سږکال هم د روژې مياشت د کورونا په حالت کې راغلې ده.

دا هم ولولئ

ايرنا سولبرګ

د ناروې لومړۍ وزيره د بخښنې غوښتو وروسته هم ٢٤٠٠ ډالره جريمه شوه

د ناروې لومړۍ مېرمنه چې د کورونا د مخنيوي احتياطي تدابيرو څخه يې سرغړونه کړې …