کورپاڼه / خبرونه / معين علي: نړيوال شل اوريز جام کې له هند پرته، نيوزيلېنډ، اسټراليا او پاکستان هم سخت ټيمونه دي
معين علي

معين علي: نړيوال شل اوريز جام کې له هند پرته، نيوزيلېنډ، اسټراليا او پاکستان هم سخت ټيمونه دي

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړى معين علي وايي، چې په نړيوال شل اوريز جام کې له هند پرته هم ځينې نورې لوبډلې شته، چې ماتول به يې سخت وي.

له يوې نړيوالې رسنۍ سره په خپله مرکه کې معين علي د جو روټ نه د بخښنې غوښتو او همدا راز د نړيوال شل اوريز جام په اړه خبرې وکړې.

هغه وويل، دا فکر غلط دى چې په نړيوال شل اوريز جام ٢٠٢١ کې به د انګلستان او هند ترمنځ په اصل کې سخته مقابله وي.

هغه وويل، چې له هند نه پرته د نيوزيلېنډ، اسټراليا او پاکستان لوبډلو ته به هم ماتې ورکول سخت وي او دوى کولاى شي چې نورې لوبډلې ماتې کړي.

معين علي د جو روټ سره د پېښې شوې ستونزې په اړه وويل، چې زموږ دواړو ترمنځ يوه ستونزه پېدا شوې وه، خو موږ دواړو په ګډه هغه حل کړه.

د يادولو وړ ده چې د هند پر وړاندې د دوېمې ټېسټ لوبو وروسته معين علي له سياليو څخه دمه وکړه او بېرته خپل هېواد ته ستون شو، هغه وويل چې ١٠ ورځې وروسته به بېرته له لوبډلې سره يو ځاى شي.

د معين علي په دې کار جو روټ خوښ نه و او هغه وويل، چې معين علي دا پرېکړه په خپل سره کړې ده او هر لوبغاړى دا حق لري چې لوبې پرېږدي.

دا هم ولولئ

راشد خان د چټکې پنځوسیزې ریکارډ په خپل نوم کول غواړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان وايي، چې د چټکې پنځوسیزې …