کورپاڼه / تجارتي ليګونه / فضل حق فاروقي په هند کې د نېټ توپ اچونې ويډيو خپره کړه
فضل حق فاروقي

فضل حق فاروقي په هند کې د نېټ توپ اچونې ويډيو خپره کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان توپ اچونکى فضل حق فاروقي چې د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې سره د نېټ بالر په توګه يو ځاى شوى دى، يوه ويډيو يې هم په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړې ده.

نوموړى څو ورځې وړاندې له کابل څخه د هند چيناى ته تللى و، چې هلته د څو ورځو کرنټين نه وروسته بيا د چيناى لوبډلې سره يو ځاى شو.

نوموړى له درې ورځو راهيسې له لوبډلې سره يو ځاى شوى دى او توپ اچونکو ته په نېټ کې توپ اچونه ترسره کوي، چې د دويمې ورځې پر مهال يې نوموړي يوه ويډيو هم په خپله فېسبوکپاڼه کې خپره کړې ده.

په ويډيو کې دا نه معلومېږي، چې فضل حق فاروقي کوم توپوهونکي ته توپ اچونه ترسره کوي.

د يادولو وړ ده چې دا دويم کال دى چې فضل حق فاروقي په اى پي ايل کې د نېټ بالر په توګه اخيستل کېږي، تېر کال نوموړى د کنګز اليون پنجاب (اوس پنجاب کنګز) لوبډلې سره د نېټ بالر په توګه و، خو سږکال د چيناى سوپر کنګز سره دى.

ياده دې وي چې د هند تجارتي ليګ د اپريل په ٩مه نېټه په هند کې پيلېږي، چې درې افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان هم پکې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره لوبېږي.

دا هم ولولئ

کريم صادق

کريم صادق: افغان سيليکټران د ډالرو په بدل کې لوبغاړي انتخابوي، که فساد نه واى، تراوسه به مو نړيوال جام هم ګټلى و

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى پيليز توپوهونکى کريم صادق وايي، چې افغان سيليکټرانو چې …