کورپاڼه / جالب / هغه حیرانوونکې ماهي چې له ځانه خزان شوې پاڼه شوې

هغه حیرانوونکې ماهي چې له ځانه خزان شوې پاڼه شوې

د بولیویا، پیرو، کولمبیا، برازیل او د وینزویلا پع امازون ځنګلونو کې پاڼه ماهي په عام ډول موندل کېږي، چې د خزانه شوې پاڼې په څېر په اوبو کې حرکت کوي او په همدې خپل ښکار ته دوکه ورکوي او له ستوني یې تېروي.

ویل کېږي چې دغه ماهي د ارتقاء په صورت کې د پاڼې شکل غوره کړی او لاندنۍ برخه یې هم د پاڼې په څېر ښکاري او ډېر وخت د اوبو لاندې ژوند کوي چې د پاڼې ګمان هم پرې کېږي او خپل ښکار دوکه کوي.

ویل کېږي چې دغه ماهي په ډېر ښه ډول سره ښکار کوي، خپله ژبه یا ژامه اوږدوي او خپل ښکار ته ځان رسوي.

پاڼه ماهي د خپل برخه یو پر درې او دوه پر درې برخو پورې حیوان ښکار کوي او د خپل وزن برابر خوراک په یوه ورځ کوي.

ویل کېږي چې دغه ماهي په ۱۹۲۰ کال لېدل شوی و چې هغه وخت مړ ګڼل شوی و، خو وروسته بیا معلومه شوه چې دا ډول شکل غوره کول یې وړتیا ده، دغه ماهي روزل کېږي هم خو د خپل ښکاري صفت په درلودلو سره ساتنه ښه پرېکړه نه ده.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، …