کورپاڼه / روغتيا / له پوزې څخه د وینې بهېدنه؛ روغتیایي کارپوهان د زهرجنې هوا اغېزې رد کړې

له پوزې څخه د وینې بهېدنه؛ روغتیایي کارپوهان د زهرجنې هوا اغېزې رد کړې

د ګرمۍ د څپو، په هوا کې نمي کمېدل او د ګرد او غبار یا بادونو له امله له پوزې د وینې بهیدنه او د شونډو د چاودېدو په اړه هوا پېژندونکو او روغتیایي کارپوهان خپل نظر څرګند کړ.

هوا پېژندونکي وایي، چې له تېرو څو ورځو څخه د ګرمۍ څپې ډېرې شوي او په هوا کې د نمۍ د کمښت په سبب وچه هوا یا بادونه رامنځته شوي، خو د هوا دغه سلسله به نن ورځ ودرېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د ګرمې او وچې هوا په لګېدو سره د پوزې داخلي برخه یا سطحه او شونډې وچېږي، چې د پوزې د وچېدو له امله وینه ترې بهېږي او شونډې هم چاودېږي.

له پوزې څخه د وینې بهېدنه یا د شونډو چاودېدلو مطلب دا نه وي چې هوا زهرجنه شوې ده، بلکې مطلب یې دا وي چې په هوا کې نمي کمه شوې او د ګرمۍ څپې ډېرې شوي.

روغتیایي کارپوهان مشوره ورکوي چې له داسې حالاتو څخه د ژغورنې لپاره ډېرې اوبه استعمال کړئ او واسیلین وکاروئ.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …