کورپاڼه / خبرونه / په انګلستان کې د ښځینه وکیلانو لپاره حجاب رامنځته شوی

په انګلستان کې د ښځینه وکیلانو لپاره حجاب رامنځته شوی

یو انګلیستاني شرکت د لومړي ځل د ښځینه وو وکیلانو لپاره حجاب معرفي کړ، که څه په انګلیستان کې ښځینه وکیلانې اړ نه دي چې سپینې چپنې واغوندي، خو د سپینو چپنو پرځای کوم بل ډول جامې هم نه دي ځانګړي شوي.

چې اوسمهال په همدې مورد د انګلستانیو وکیلانو لپاره لباس جوړونکې ډیزاینر آیوي اینډ نارمینټن شرکت یو داسې حجاب رامنځته کړی چې په محکمو کې به د اړوندو لباسونو په څېر وي.

ویل کېږي چې دغه حجاب به د تور او سپین رنګ څخه جوړ شوی و، چې د سر په پټولو کې به ښځو ته آسانتیا رامنځته کړي، چې په انګلستاني وکیلانو کې یو شمېر مسلمانې ښځې هم شاملې دي.

د آیوي اینډ نارمینټن بنسټ ایښودونکی بیرسټر کارلیا له عرب نیوز سره په خبرو کې ویلي، هیله ده چې دغه حجاب به اوس نورې مسلمانې ښځې هم د حقوقو برخې ته هڅوي. نوموړی وایي چې دغه حجاب د مسلمانو ښځو لپاره ددې لپاره رامنځته شوې ترڅو له نارینه وو سره اوږه په اوږه کار وکړي.

ښځینه وکیله سلطانه صفدر د حجاب په د خوښۍ څرګندونه کوي او وایي چې حجاب په سمبولیک ډول هم اړین دی او ددې خبرې څرګندونه کوي چې د انګلستان په محکمو کې مسلمانې وکیلانې شته دی او ددې په مرسته به په محکمو کې ځانګړې پېژندنه ولري.

یوې بلې مسلمانې میرمنې مریم میر هم د حجاب رامنځته کېدل ستایلي او ویلي یې دي چې د انګلستان په محکمو کې د ښځینه وکبلانو شمېر له پنځوس سلنو څخه اوړي او د صنفي رنګا رنګ والي له مخې ښځې په دې ډول منل یو لویه بریا ده.

دا هم ولولئ

بابر اعظم له ویراټ کوهلي مخکې او لومړی مقام یې خپل کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم د نړیوالو یو ورځنیو لوبو درجه بندۍ …