کورپاڼه / جالب / د رونالډو غوسې د یو کس ژوند وژغوره

د رونالډو غوسې د یو کس ژوند وژغوره

د فوټبال د نړۍ ترټولو مشهور لوبغاړی کرسټیانو رونالډو هره ورځ د رسنیو په راپورونو کې د خپل ځانګړي اندازه، له ریفري سره په جنجال د موضوع وړ ګرځي، خو دا ځل د یوې داسې موضوع په سبب د راپورونو سرټکی ګرځیدلی، چې په اورېدو به یې تاسې هم د خوښۍ اظهار وکړئ.

تېره میاشت د مارچ په اته ویشتمه نیټه نړیوال جام ته د وتلو لپاره د پرتګال او سربیا ترمنځ سیالي ترسره شوه، چې دوه د دوو پر وړاندې مساوي شوه، د لوبې مهمه خبره دا وه چې د لوبې په وروستیو کې کرسټیانو رونالډو یو په زړه پوری ګول ترسره کړ، خو امپایر ورسره ونه مانه.

رونالډو د ګول په نه منلو د امپایر ترمخ سخت غبرګون وښود او د غوسې په حالت کې له میدان څخه ووت او د وتلو پر وخت یې له ډېرې غوسې د خپل مټ ټوټه یا بند (آرم بینډ) په میدان کې وغورځاوه.

چا دا فکر هم نه شو کولی چې د رونالډو غورځول شوی د مټ بند به په پنځه اویا زره ډالرو سره وپلورل شي او د یو چا د ژوند د ژغورنې لپاره به پکار راشي.

ویل کېږي چې دغه دغه ټوټه یا بند بیا د میدان د کارکوونکې لخوا را اخیستل شوی او هغه ګروپ یا ډلې ته یې چې د یوه ناروغ ماشوم لپاره مرسته راټولوله ورکړ او هغوی په پنځه اویا زره ډالر سره لیلام کړ.

د لیلام روپۍ به د شپږ کلن ماشوم په درملنه کې مصرف شي.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، …