د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان وراره او د ملي لوبډلې توپ اچونکي وقار سلامخېل په پېښور کې واده کړی دی.
د نوموړي د واده په اړه په ټولنیزو رسنیو کې هم خبرونه خپاره شوي دي، خو د سلام وقارخېل یو خپلوان خپلواک وېبپاڼې ته دا خبر تایید کړ.
وقار سلامخېل چې کور يې د پېښور په امین کالونۍ کې دی، د تېرې دوشنبې په ورځ يې د واده مراسم ترسره شوي دي.
نوموړي د خپل ماما لور سره واده کړی دی.
د ملي لوبډلې لوبغاړی کریم جنت هم په پېښور کې و او له دې امله دواړو د کمال خان بند ذ پرانیستې په ویاړ ترسره شویو لوبو کې هم ګډون ونکړ.
د یادولو وړ ده چې تېر کال کریم جنت هم په پېښور کې کوژده کړې وه.
د ملي لوبډلې کپتان اصغر افغان هم څه وخت وړاندې دویمه کوژده کړې ده، خو هغه په کابل کې مراسم ترسره کړي و.