کورپاڼه / روغتيا / د ګرمۍ له اغېزو د ژغورلو لپاره بادیان وکاروئ

د ګرمۍ له اغېزو د ژغورلو لپاره بادیان وکاروئ

د ګرمۍ اغېزو ته د ماتې د ورکولو لپاره په دې موسم کې د ښو خوړو استعمال اړین وي، له ډېرو اوبو څښلو سربېره پکار ده چې داسې شیانو پخپلو خوړو کې شامل کړو، چې بدن مو په داخلي ډول یخ یا سوړ کړي.

زموږ په پخلنځې کې ډېر داسې شیان شتون لري چې په طبیعي ډول زموږ پر بدن سړې اغېزې کوي، چې په دې شیانو کې یو بادیان هم دي.

د بادیانو شربت:

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې د بادیانو په شربت کې سیلینیم تو زنک لري، چې هورمونونو توازن ساتي. دغه راز بادیانو انټي اسپاسموډک ځانګړتیاوې چې د ښځو میاشتنۍ ناروغۍ او درد یې کنترولوي او د اوړي په موسم کې د بدن د اوبو کمښت پوره کوي.

د بادیانو چای:

که چېرته د چایو مینوال یئ نو د بادیانو چای تجربه کړئ، دغه چای د هضم مرحله ښه کوي او کولی شئ چې خپل ورځني چای په دې ګټورو او خوندور چایو سره بدل کړئ.

په بېلابېلو خوړو کې د بادیانو استعمال:

د بادیانو پوډر په مختلفو خوړو او مشروباتو کې استعمالېږي، د اوړي په موسم کې د ګرمۍ د ختمولو لپاره د بادیانو پوډر په شېدو کې وکاروئ او په نورو خوږو شیانو کې یې استعمالولی شئ.

د بادیانو اوبه:

د زڼکیو د اوبو په ډول د بادیانو اوبه هم تیارېږي، چې د ګیس ستونزې حلوي، د هضم مرحله ښه کوي او د مجموعي روغتیا لپاره ګټور وي، نو د خپلې ورځې پیل مو په بادیانو سره وکړئ او د ګرمۍ اغېزې له منځه یوسئ.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …