د هند د ملي لوبډلې کپتان ویرات کوهلي میرمن او د بالیووډ مشهوره اداکاره انوشکا شرما د لور له زېږېدو وروسته خپل کار ته ستنه شوه.
انوشکا شرما پر انستاګرام یو نوی تصویر خپور کړی، چې له مخې یې لېدل کېږي چې نوموړې کار ته د بېرته راتګ لپاره تیاری نیسي.
دغه تصویر چې د پنجشنبې په ورځ یې پورته کړی پکې لېدل کېږي، چې نوموړې پر چوکۍ د میک آپ لپاره ناسته ده او شاوخوا یې ټیم ولاړ وي او دی خپله د فلم کیسه لولي.
View this post on Instagram
د انوشکا پر تصویر د مینوالو له لورې له مینې ډکې څرګندونې شوي، یو شخص ورته لیکلي دي چې کار ته په بېرته راتګ یې خوشحاله دی، یو بل شخص بیا لیکلي چې د انوشکا لپاره مینه او درناوی، یو بل بیا لیکلي چې ډېره ښکلې ښکارې.
یاده دې وي چې د انوشکا شرما او ویرات کوهلي لومړنی ماشوم په تېره جنورۍ کې وزېږید چې ومیکا نوم یې پرې ایښی دی.