کورپاڼه / روغتيا / له غاښونو څخه محرومو کسانو لپاره درملنه وموندل شوه

له غاښونو څخه محرومو کسانو لپاره درملنه وموندل شوه

د غاښ درد یا ستونزه یوه داسې ناروغي ده، چې د نړۍ میلونونه خلک ورڅخه ځورېږي او په دې کې ځینې بیا داسې هم دي چې مصنوعي غاښونه یې ایښي وي، خو اوسمهال د ساینسپوهانو له لورې له غاښونو څخه د محرومۍ درملنه موندل شوې.

د جاپان د کیوټو پوهنتون ساینسپوهانو د درملنې یوه داسې طریقه موندلې چې په مرسته یې د دویم ځل لپاره د غاښونو راختل ممکنوي.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې سایسپوهانو په یو داسې جین کار پیل کړی، چې د غاښونو د نشوونما او ودې ذمه وار دی یا دنده یې په غاړه لري.

ویل کېږي چې ددې جین د فعالولو لپاره انټي باډې ورکول کېږي، چې په سبب یې غاښونو بیا راخېژي، ساینسپوهانو دغه درملنه پر موږکانو تجربه کړه چې مات شوي غاښونه یې په بریالیتوب سره راوخېژول.

ساینسپوهان وایي چې د موږکانو د غاښونو جوړښت د انسان د غاښونو له جوړښت سره ورته والی لري او په راتلوونکي مرحلو کې به پر سپیو او خنځیرانو هم تجربه شي.

دا هم ولولئ

آیا تاسې تر پیشلمي پورې د ویښ کېناستو له تاوانه خبر یئ؟

د روژې په میاشت کې ډېر کسان دا عادت خپلوي ترڅو تر پیشلمي پورې ویښ …