کورپاڼه / جالب / له میلاد څخه دوه نیم زره کاله مخکینۍ کښتۍ موندل شوې

له میلاد څخه دوه نیم زره کاله مخکینۍ کښتۍ موندل شوې

د المان د کونسټانس جهیل یا ډنډ په ژورو کې یو داسې کښتۍ موندل شوې، چې په اړه یې ویل کېږي چې دا د عیسی علیه السلام له پبدایښت څخه دوه نیم زره کاله د مخکې دور ده، چې تر اوسه پورې د موندل شوو کښتیو ترټولړ پخوانۍ کښتۍ ګڼل کېږي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د جنوبي المان د کونسټانس جهیل په ژورو کې د عیسی علیه السلام له پیدایښت څخه دوه نیمه زره کاله مخکینۍ یوه داسې کښتۍ موندل شوې، چې تر اوسه پورې له جهیل څخه د ترلاسه شوو کښتیو کې ترټولو پخوانۍ ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې ددې کښتۍ را ایستل یو ستونزمن او سخت کار و، ځکه چې د ونې د ډډ له تشې شوې برخې څخه جوړه شوې او د څلور نیمو زرو کلونو په تېرېدو یې لرګي نرم شوي ول، چې په ډېر احتیاط او څو برخو سره راوویستل شوه.

د جنوبي د باډن ورټمبرګ ایالت د اقتصاد وزارت وایي، چې دغه کښتۍ اته میتره (۲۶ فوټه) اوږدوالي لري او د راویستلو کار یې روانه اوونۍ پیل کړ او دا کښتۍ ۲۴۰۰ یا ۲۳۰۰ کاله له میلاد څخه دمخه جوړه شوې ده.

که څه هم دغه کښتۍ په ۲۰۱۸ کال کې موندل شوې وه، خو اوسمهال یې له تصدیق وروسته د را ایستلو کار پیل شوی دی.

ویل کېږي چې دغه کښتۍ یې د ونو د ډډونو په تشولو سره جوړه کړې او د Dugout Canoes نوم یې ورکړی او له میلاد څخه دمخه د انسانانو د تګ راتګ، ماهي نېونې او د شیانو د وړلو راوړلو لپاره کارول کېده.

دا هم ولولئ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د …