کورپاڼه / روغتيا / د ښه او صحت ژوند لپاره د اوبو د استعمال ارزښت

د ښه او صحت ژوند لپاره د اوبو د استعمال ارزښت

له ماشومتوب څخه دا خبره اورو چې اوبه ژوند دی، ځکه چې دا د ژوند د کاروان یوه بنسټیزه برخه ده او د انسان بدن له اویا سلنو اوبو څخه جوړ دی، خو که چېرته کمې شي نو ګڼې روغتیایي ستونزې زېږوي.

د اوبو د کمښت په سبب اندیښنه، ستړیا، د تمرکز ستونزې او پر لنډمهالې حافظې اغېزې پرېوځي، اوبه د انسان د بدن لپاره ډېر مهم فعالیتونه ترسره کوي لکه له بدن څخه د فاضله مواد ایستل، د بدن د تودوخې درجه برابره ساتل، دماغي فعالیتونه او نور. موږ هره ورځ د اړتیا سل سلنه اوبه له خوراکي توکو څخه ترلاسه کوو او نورې له ساده اوبو او مشروباتو څخه پوره کوو.

د بدن د تودوخې برابرول:

د بدن د تودوخې د ښې ساتنې لپاره د بدن اوبه پوره کول اړین وي، د ګرمۍ په موسم کې د خوله کېدو په صورت کې بدن د اوبو له کمښت سره مخ کېږي، نو که چېرته دغه اړتیاوې بېرته پوره نه شي نو د بدن تودوخه ډېرېږي.

د نسجونو او بندونه ساتنه کوي:

د اوبو په استعمال سره بندونه، د ملا د تیر هډوکی او د نسجونو فعالیتونه ښه والی مومي او له اړوند ستونزو څخه مو ژغوري، ډېری وخت چې د اوړي په موسم کې چې زیات خلک د بندونو او هډوکو له درد سره مخ کېږي، علت یې همدغه د اوبو کمښت دی.

اضافي مادې خارجوي:

د انسان بدن د خولې او میتازو د خارجولو او د خېټې د فعالیتونو لپاره ګټورې وي، خو کومې اوبه چې د خولې له لارې ضایع شي بېرته باید د اوبو په څښلو سره پوره شي.

د هضم په مرحله کې مرسته کوي:

روغتیایي کارپوهان ټینګار کوي چې له ډوډۍ خوړلو دمخه، منځ او آخر کې باید اوبه وڅښل شي، ترڅو د هضم مرحله آسانه کړي.

دا هم ولولئ

که د وینې فشار لوړ وي یا ټیټ، څه ډول به یې کنترولوو؟

د عمر په ډېرېدو سره په ځینو کسانو کې د وینې د لوړ فشار امکان …