کورپاڼه / جالب / په استرالیا کې یو اکټوپیس پر ځمکپوه حمله کړې

په استرالیا کې یو اکټوپیس پر ځمکپوه حمله کړې

د استرالیا پر یوه ساحل سمندري حیوان اکټوپیس پر یو جیولوجیسټ یا ځمکپوه باندې حمله وکړه او زخمي کړ.

د انګلستان د خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي د اکټوپیس دغه حمله په لویدیځه استرالیا کې د سمندر پر غاړه رامنځته شوه او یو غوسه ناک اکټوپیس پر ځمکپوه یا جیولوجیست لانس کارلسن باندې حمله وکړه او زخمي یې کړ.

راپورونه زیاتوي چې اکټوپیس لومړی د کارلسن پر ورمېږ او ملا حمله وکړه او له هغې وروسته ورپسې شو او په لاس یې ورټوپ کړ، چې نوموړي پر بدن یې نښې، نښانې هم جوړې کړې.

 

 

پر ساحل موجود یو شخص له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دی په دې پوهېده چې په داسې حالاتو کې هغه شیان ډېر ښه کار ورکوي چې تېزابي ځانګړتیاوې لري، نو ده هم د کارلسن پر بدن یخ څښاک واچول او چې یو څه ورسره ښه شو.

ځمکپوه لارنس کارلسن د اکټوپیس د حملې ویډیو په ټولنیزه رسنۍ انستاګرم پورته کړې چې ډېر ژر لاس په لاس کېږي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …