خپلواک وېبپاڼه (۳۰ اکتوبر ۲۰۱۹): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې اوس مهال په هند کې په تمریناتو بوخته ده او له ويسټ انډيز سره لوبې لري، ټولو لوبغاړو په ګډه د مجيب الرحمان د کوژدن په خوشحالۍ کې يې کېک راوړی و او دغه خوشحالي يې په ګډه ولمانځله.
د ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی مجيب الرحمان چې اوس د ملي لوبډلې سره مل او په هند کې دی، کورنۍ يې ورته تېره ورځ کوژدن وکړه، چې د ملي لوبغاړو تر څنګ هېوادوالو هم ورته په ټولنيزو رسنيو مبارکي وويله.
د ملي لوبډلې لوبغاړي شرف الدين اشرف په خپله فېسبوکپاڼه يوه ويډيو خپره کړې ده، چې پکې د ملي لوبډلې لوبغاړي ښکاري او د يوه لوی کېک سره ټول د مجيب الرحمان د کوژدن خوشحالي لمانځي.
مجيب الرحمان هم د مجردانو له لېسټ نه ووت
درجه بندي: راشد راښکته او مجيب په خپل ځای دی
راشد خان: اوس د واده اراده نه لرم
په دغه ويډيو کې اصغر افغان، مجيب الرحمان، جاوېد احمدي، نوروز منګل، افسر ځاځی، نوين الحق او نور ښکاري چې د کېک تر څنګ ولاړ دي او چکچکې وهي. همدا راز ټول مجيب الرحمان ته مبارکي هم ورکوي او د راتلونکي ښه ژوند لپاره ورته دعاوې کوي.
مجيب الرحمان په دغه مهال د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو او نورو کارمندانو ته د غرمې ډوډۍ ژمنه هم کوي او ورته وايي چې تاسې ټول زما مېلمانه ياست.
د کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان په ټوکه کې بيا مجيب الرحمان ته وايي، چې دا افتخار يوازې ستا نه دی بلکې دا د ټول افغانستان افتخار دی.
د يادولو ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان بيا تېرو ورځو کې په خپله يوه مرکه کې ويلي و، چې هغه نه غواړي اوس واده وکړي او يا هم د واده په اړه فکر وکړي. هغه په خپله مرکه کې ويلي و، چې غواړي راتلونکي درې څلور کاله يوازې د افغانستان لپاره لوبه وکړي.