شفيق الله غفاري د کابل لوبډلې لپاره ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه او په پايلوبه کې يې د خوست ب لوبډلې پر وړاندې اتلولي ورپه برخه کړه.
د وزير محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولايتي يو ورځنيو سياليو پايلوبه نن د کابل او خوست ب لوبډلو ترمنځ په کابل لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې په پيل کې کابل پچه وګټله او خوست ب ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
خوست ب لوبډلې په ٤٣.١ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢١٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې عابدالله تڼيوال ٥٨، صابر ګربز ٣٩، مسعود ګربز ٣٣ او اکبر علي ٢٤ منډې ترسره کړې.
د کابل له خوا بيا شفيق الله غفاري په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٥ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز سيد منيب ٢، سيد نصرت، محب الله زرمتي او شفيع الله عالمزي ١-١ ويکټ واخيستې.
د ٢١٥ منډو هدف د کابل لوبډلې په ٣٢ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٨ ويکټو په توپير يې د خوست ب لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د وزير محمد اکبر خان لومړۍ درجه يو ورځنيو ولايتي سياليو اتلولي په خپل نوم کړه.
د دوى لپاره يونس احمدزي ٦٨ ناسوځېدلې، امان الله رفيقي ٦٠، ضيا الحق ٥٦ او محمد سردار ٢٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د خوست ب له خوا بيا خليل ګربز او نعمت الله ځدراڼ ١-١ ويکټ واخيستې.
د پايلوبې د غوره لوبغاړي جايزه شفيق الله غفاري ته ورکړل شوه.
همدا راز د فارياب زاهد زاخېل د سياليو د غوره لوبغاړي، د خوست ب خليل ګربز د سياليو د غوره توپ اچونکي، نصير احمد د غوره توپوهونکي او د کابل محب الله زرمتي د ايمرجينګ لوبغاړي جايزې ترلاسه کړې.