ویل کېږي چې د یو انسان بریا په هغه کسانو پورې اړه لري، چې په شاوخوا کې یې وي او په عام ډول سره مشهوره ده چې د یو کامیاب سړي تر شا د یوې ښځې لاس وي، ساینسپوهان هم په دې اړه ورته نظر لري.
د کارنیج پوهنتون د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې بریا مو په میرمنو پورې اړه لري او د ناکامۍ ذمه واره یې هم ګڼلی شو. څېړنه زیاتوي چې په ګډ ژوند کې له یو بل سره مرسته کول د بریا امکانات ډېروي.
ویل کېږي چې د څېړنې لپاره ۱۶۳ جوړې انتخاب کړې وې او د یوې معما د حل یا د سیالۍ په انتخاب کې یې خوښه ورکړه، چې له هغې وروسته د ذکر شوو جوړو ترمنځ خبرې اترې وشوې.
څېړونکو وموندل چې هغه میرمنې چې خپل ملګري ته یې د ساده معما پرځای د یو څه ترلاسه کولو لپاره د سیالۍ کولو تشویق یا داد ورکړی، د هغوی میرمنو په پرتله د بریالي ژوند خاوندان ول، چې د ژوند ملګری یې نه تشویقاوه.
د څېړنې لیکوال وایي چې د څېړنې په ذریعه یې په دې خبره د پوهېدو هڅه کړې، چې په ژوند کې د خلکو انتخاب پر ځانګړو پرېکړو او ژوند باندې اغېزې کوي.