کورپاڼه / ليکنې / د خپلې میرمنې د خوشحاله ساتلو لارې چارې، هغه کسان چې واده یې کړی باید ضرور یې ولولي

د خپلې میرمنې د خوشحاله ساتلو لارې چارې، هغه کسان چې واده یې کړی باید ضرور یې ولولي

په ګډ ژوند یا ازدواجي ژوند کې د وخت په تېرېدو سره مینه او محبت له منځه ځي یا کمېږي، خو اوسمهال د ټولنیز ژوند اړوند کارپوهانو ځینې داسې لارې چارې ښودلي چې عملي کول یې د ښځې او خاوند ترمنځ مینه او محبت دوامداره کوي.

د ټایمز اف انډیا د لیکنې له مخې د ټولنیز ژوند کارپوهان وایي که چېرته مو په ګډ ژوند اړیکې پیکه شوې نو دا مو د میرمنې او ستاسو تېروتنه ده، که چېرته خپلې اړیکې ته پاملرنه وکړئ، نو ښه کېدل یې کومه ستونزمنه خبره نه ده. ددې لپاره خپلې میرمنې ته ډالۍ ورکړئ، چکر ته یې بوځئ، په موبایل ورته د مینې پیغامونه یا میسجې ور ولېږئ.

د ټولنیز ژوند اړوند کارپوهان وایي چې له خپلې ملګرې سره یوځای د یو نوی کار په ترسره کولو سره هم په ژوند کې ښه والی راوستلی شئ او مینه مو تلپاتې کېږي او که چېرته په ګډه سره نوي څه یادوئ نو پر اړیکه مو ډېرې مثبتې اغېزې غورځولی شي.

دوی وایي چې په ګډ ژوند کې د مینې کمېدل یا ختمېدل په دې سبب هم وي چې خلکو په ګډ ژوند کې یا خو یو بل ته د مینې اظهار لږ کوي او یا یې بېخي کوي هم نه، نو هڅه وکړئ چې خپل احساسات او جذبات ورسره شریک کړئ.

ځینې هدفونه وټاکئ او په ترلاسه کولو کې یې هڅې وکړئ او وروستی خبره دا چې یو بل ته لېواله شئ، که چېرته له کار څخه کور ته راغلي یئ یو څه مو ستړیا یو لوري ته کېږدئ او میرمنې سره مو په مینه مخ شئ، که چېرته تاسې دا ډول کار ترسره کړئ نو په ژوند کې به مو خوښي را څرګنده شي.

دا هم ولولئ

لمر

د نړۍ هغه ٥ سيمې، چېرته چې لمر نه ډوبېږي

الله ج دا نړۍ ډېره ښايسته پېدا کړې ده او داسې داسې ښايسته سيمې يې …