کورپاڼه / بېلا بېل / د نړۍ ٨ تر ټولو جالبې او نا اشنا هګۍ، چې تراوسه به مو نه وي ليدلي
هګۍ

د نړۍ ٨ تر ټولو جالبې او نا اشنا هګۍ، چې تراوسه به مو نه وي ليدلي

هګۍ چې هره ورځ يې ډېرى خلک خوري، تقريباً په ټوله نړۍ کې کارول کېږي او په ځانګړې توګه د سهار پر مهال يې خلک په سباناري کې ډېرې خوري.

خو نن درته په نړۍ کې د ځينو داسې جاندارو د هګيو په اړه معلومات درکوو، چې د عامو هګيو نه ډېرې بدلې دي او ښايي په ژوند کې مو کله نه وي ليدلي.

ټينامو Tinamou

ټينامو

د ټينامو په نوم يو الوتونکى چې ډېرى خلک يې په اړه ډېر کم معلومات لري، ځکه د دې الوتونکي ژوند ډېر په راز کې تېرېږي، دا ٤٧ ډوله دي او هګۍ يې د نورو مارغانو نه ډېرې بدلې دي.

د ټينامو هګۍ دېر تېز رنګ لري او په بېلا بېلو رنګونو کې وي، چې شنې، سرې او نور رنګونه لري، که څه هم هګۍ يې د چرګې هګۍ ته ورته وي، خو ډېر تېز رنګ لري، نو ځکه له هغې بېخي بدلې ښکاري.

ګينوپيونا Gymnophiona

ګينوپيونا

دا ژوندى موجود د چينجي په ډول دى، چې ډېر نسلونه لري، ځينې يې کوچني او ځينې يې لوى دي، لوى چې يې کله ووينئ نو په لومړي ځل ليدو يې داسې فکر کوئ چې مار مو ليدلى دى.

د دې ژوندي موجود ډېر نسلونه يې بچي راوړي، خو ځينې يې داسې هم دي، چې هغه هګۍ راوړي، دا هګۍ ډېرې کوچنۍ وي، خو بالکل د شيشې په ډول وي او ان دننه پکې بچى هم ليدل کېږي.

هارن شارک Horn Shark

هارن شارک ماهي

شارک ماهي، چې اويا ډولونه يې بچي راوړي، ٣٠ ډولونه يې داسې هم دي چې هګۍ راوړي او بيا له هغې څخه يې بچي راپېدا کېږي.

په دې کې يو هم د هارن شارک په نوم دى، چې هګۍ يې ډېرې نا اشنا دي. د دې هګۍ د نورو هګيو نه بېخي بدلې دي، چې په عکس کې يې ليدلى شئ.

دا چې کله په لومړي ځل هګۍ واچوي، نو دا ډېر نرم وي، خو وروسته دا ډېره کلکه شي او رنګ يې هم تک تور شي، تر څو د بچي ساتنه په ښه ډول وکولاى شي.

دا شارک چې کله هګۍ راوړي، نو هغه په خپلې خوله کې واخلي او داسې يو خوندي ځاى ته يې يوسي، چې هلته ورته څوک تاوان ونه رسولى شي.

رنګه ماهي Yellowhead JawFish

رنګه ماهي

دا يو هم ډېر ښکلى او رنګه ماهي دى. د ډېرو ژوندي موجوداتو د هګيو ساتنه يې مور کوي، خو دا ماهي چې کله هګۍ راوړي، نو دا بيا نر ماهي دا هګۍ په خوله کې ساتي او د هغې ساتنه کوي.

دا هګۍ د ځګ په ډول ليدل کېږي، چې ډېرې کوچنۍ وي او د نر ماهي په خوله کې وي، هغه تر هغې پورې د دې هګيو ساتنه کوي، چې تر څو ترې بچي نه وي راپېدا شوي او وخت نا وخت يې د څو ثانيو لپاره له خولې راوباسي، تر څو اکسيجن ترلاسه کړي.

اوکټوپيس Octopus

اوکټوپيس

سمندري موجود اوکټوپيس په خپل ټول ژوند کې يو ځل هګۍ راوړي. کله چې هغه هګۍ راوړي، نو د دې لپاره په سمندر کې يو غار يا هم د يوې سترې تيږې لاندې خوندي ځاى پېدا کوي او هلته بيا هګۍ راوړي.

اوکټوپيس په يو ځل ٨٠ زره هګۍ راوړي او بيا تر هغې پورې د دې هګيو ساتنه کوي، تر څو پورې چې يې ترې بچي نه وي راوتلي. دا به ستاسې لپاره ډېره جالبه وي، چې په دې دومره وخت کې اوکټوپيس هېڅ خوراک نه کوي او کله چې يې بچي پېدا شي، نو د لوږې له لاسه مړه شي.

د شاتو مچۍ Bees

د شاتو مچۍ

د شاتو مچۍ د نړۍ په هر هېواد کې شته دي، هر چا به ليدلي وي، خو ايا تاسې له دې څخه خبر يئ چې د شاتو مچۍ په څه ډول پېدا کېږي؟

د شاتو مچيو کې يوه يې ملکه وي، چې د ګبين ټولې مچۍ د همدې يوې څخه پېدا شوي وي. دا مچۍ د ګبين په هر سوري کې يوه سپينه هګۍ اچوي، چې هلته بيا د دې هګيو څخه نورې مچۍ پېدا کېږي.

جاينټ واټر بګس Giant Water Bugs

جاينټ واټر بګس

دا ژوندى موجود هم په اوبو کې ژوند کوي او د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې شته دى، چې په اوبو کې که څوک وچيچي، هم ډېر تکليف لري.

دا واټر بګس هم تر نورو ډېرې نا اشنا هګۍ اچوي، کله چې يې ښځينه هګۍ واچوي، نو هغه د نر په ملا پورې تړل شوې غوندې وي او تر څو چې د دې هګيو نه بچي نه وي راوتلي، دا د نر په ملا پورې وي او کله چې ترې بچي راووځي، نو بيا يې ملا بېخي پاکه شي او ټولې هګۍ ترې ليرې شي.

سپين ماهي Pacific White Skate

سپين رنګه ماهي

دا سپين ماهي په ماهيانو کې ډېر بدل او جالب دى، ښايي تاسې هم ليدلى وي، د دې هګۍ هم د نورو نه ډېرې بدلې دي. دا ماهي چې کله هګۍ راوړي، نو د سمندر تل او يخو اوبو ته ځان رسوي او هلته هګۍ راوړي.

د دې ماهي هګۍ په ليدلو کې داسې ښکاري لکه د خولې ماسک، په همدې ماسک ډوله هګۍ کې د دې ماهي بچي راپېدا کېږي او بيا ترې بهر راوځي.

دا هم ولولئ

ښځه او خاوند

د دريم ځل لپاره په کورونا اخته کېدو وروسته خاوند خپله ښځه طلاقه کړه

په اردن کې يو سړي خپله ښځه له دې امله طلاقه کړې ده، چې په …