کورپاڼه / اسلام / هغه دعاګانې چې په سبب یې له بدو شیانو او بدو انسانانو څخه خوندي ساتل کېږو

هغه دعاګانې چې په سبب یې له بدو شیانو او بدو انسانانو څخه خوندي ساتل کېږو

داسې ډېرې دعاګانې موجودې یا په حدیثونو کې تر موږ رارسېدلي چې په لوستلو سره یې خوندي کېږو، یعنې الله تعالی مو له بدو شیانو او بدو انسانانو څخه ساتي، نو راځئ چې ځینې دعاګانې ولولو.

سیدنا ابن عباس رضي الله عنهما روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حس او حسین رضي الله عنهما دواړه الله ته د سپارلو یې دا دعا ولوستله: یقیناً ستاسې نېکه ابراهیم علیه السلام ددې کلمو په ذریعه اسماعیل او اسحاق علیهما السلام الله تعالی ته سپارلي ول.

((أَعُوْذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّةِ مِنْ كُلِّ شَيْطِانٍ وَّهَامَّةٍ وَمِنْ كُلَّ عَيْنٍ لَامَّةٍ))

ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په سفر کې د سحر پر وخت چې پړاو اچوو نو ویل به یې:

((سَمِعَ سَامِعٌ بِحَمْدِ اللهِ وَحُسْنِ بَلَائِهِ عَلَيْنَا، رَبَّنَا صَاحِبْنَا وَأَفْضِلْ عَلَيْنَا، عَائِذًا بِاللهِ مِنَ النَّارِ))

خوله بنت حکیم سلمیه وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې کله پر کوم ځای پړاو اچوئ نو دا دعا وایئ.

((أَعُوْذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ))

ابو موسی اشعري رضي الله عنه وایي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم به چې له کوم قوم څخه د خطر احساس وکړ نو دغه دعا به یې لوسته.

((اَللَّهُمَّ إِنَّا نَجْعَلُكَ فِيْ نُحُوْرِهِمْ وَنَعُوْذُ بِكَ مِنْ شُرُوْرِهِمْ))

Loading...

دا هم ولولئ

داسې وخت هم راروان دی چې خلک به په ښو کارونو شرمېږي

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې الله تعای هغه شخص د خپل عرش …