کورپاڼه / روغتيا / په غاښونو سره د نوکانو د پرې کولو خطرناک زیانونه

په غاښونو سره د نوکانو د پرې کولو خطرناک زیانونه

ډېر داسې کسان به مو لېدلي وي چې خپل نوکانو په غاښونو سره پرې کوي او ممکن تاسې هم په دغه بد عادت اخته وئ، په عام ډول دغه عادت یو ناوړه عادت ګڼل کېږي او ځینې کسان بیا له دا ډول خلکو څخه دومره کرکه کوي چې په څنګ یې هم نه پرېږدي.

له څېړنو ثابته شوې وه، هغه کسان چې خپل نوکونه په غاښونو سره پرې یایې ژوي، دوی خپل کارونه په ډېر ښه ډول او توجه سره سرته رسوي. له یوې څېړنې څخه معلومه شوې وه چې د نړۍ دیرش سلنه خلک خپل نوکونه په غاښونو د پرې کولو عادت لري.

ارواپوهان وایي چې دغه ډول عادت هغه وخت رامنځته کېږي کله چې پر یو شخص ذهني فشار ډېر شي، خو اوسمهال یوه بله خبره هم راڅرګنده شوه او هغه دا چې د نوکونو د ژوولو عادت په ځان د باور لرلو عکاس وي او په دې ډول د نوکونو شکل هم خرابېږي او نور زیانونه هم لري چې دلته به یې ولولو.

د پوستکي میکروب:

روغتیایي کارپوهان وایي چې د نوکانو د ژوولو په سبب پوستکی میکروبي کېږي او د مخ د سوخت سبب هم ګرځي. دوی وایي چې د نوکونو په ژوولو سره ممکن لاس زخمي شي، چې بیا دغه زخم ژر نه ښه کېږي او یو ډول سخت درد هم کوي چې بیا د درد ضد درملو استعمال ته اړتیا پېښوي.

پر نوکانو اغېزې:

که چېرته تاسې د نوکانو د خوړل زوړ عادت لرئ نو باید پوه شئ چې په سبب یې په نوکونو کې دننه نسجونه خرابېږي، د نوکونو وده دروي. دغه راز غاښونه ته هم زیان رسوي او د خولې د ناروغیو سبب کېږي.

د ژامو درد:

ځینې وختونو د نوکانو په پرې کولو سره یې وړې ټوټې زموږ په ژامو کې نښلي، چې بیا مو ژامې وینې کوي او په ژامو کې مو زخم، درد یا سوخت رامنځته کوي.

د هضم سیستم اغېزمنوي:

که چېرته د نوکانو د پرې کولو په سبب په خوله کې میکروب رامنځته شو، نو بیا دغه میکروب تر معدې پورې ځان رسوي چې بیا د خېټې او نورې ستونزې راولاړوي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د وزن د کمولو لپاره دغه ډول چکني استعمال کړئ

ډېری کسان د روژې په مبارکه میاشت کې د عامو ورځو په پرتله د وزن …