کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د فیسبوک د (٥٥٣) میلونو څخه د ډېرو کاروونکو معلومات پر انټرنیټ خپاره شوي

د فیسبوک د (٥٥٣) میلونو څخه د ډېرو کاروونکو معلومات پر انټرنیټ خپاره شوي

د ټیکنالوژۍ څاروونکو کارپوهان ادعا کړې چې د فیسبوک له پنځه سوو میلونو څخه د ډېرو کاروونکو ډیټا یا معلومات پر انټرنیټ خپاره شوي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د نامعلومه هیکرانو له لوري د یو سلو شپږو هیوادونو د پنځه سوه درې پنځوس میلونو څخه د ډېرو کاروونکو شخصي معلومات یې پر انټرنیټ خپاره کړي.

ویل کېږي چې هیکرانو د فیسبوک کاروونکو د موبایل شمېرې، تصویرونو او نور شخصي معلومات پر انټرنیټ خپاره کړي.

د ټیکنالوژۍ اړوند کارپوهانو اندیښنه څرګنده کړې چې هیکران د فیسبوک د کاروونکو د نوم، ځای، ایمیل او د نورو شخصي معلوماتو په استعمال سره جعلي اکونټونه جوړولی شي او ناوړه ګټه ترې اخیستلی شي یاهم د فیسبوک کاروونکې له ستونزو سره مخ کوي.

ویل کېږي هغه کاروونکي چې د هیکرانو له لوري په نښه شوي ۳۲٢ میلونه یې د امریکا، يو سل لس میلونه د انګلستان او يو سل شپږ میلونه د هندوستان اوسیدونکي دي.

راپور زیاتوي چې د هیکرانو له لوري د فیسبوک کاروونکو د پټ کوډ یا پاسورډ د بدلولو لپاره اړین معلومات هم خپاره کړي دي.

دا هم ولولئ

هغه حشره چې خپلو دماغو ته د بدلون ورکولو وړتیا لري

سره د دومره ډېر پرمختګ او ټیکنالوژۍ بیاهم ځینې شیان داسې کارونه دي چې موږ …