کورپاڼه / خپلواک / نواز الدين صديقي له خلکو خفه دى، وايي زه به خپل عادت کوم
نواز الدين صديقي

نواز الدين صديقي له خلکو خفه دى، وايي زه به خپل عادت کوم

خپلواک وېبپاڼه (٣٠ اکتوبر ٢٠١٩): د هندي سينما نامتو فلمي ستورى نواز الدين صديقي له خلکو خفه دى او وايي چې خلک يوازې مصالحه فلمونه ګوري، نو هغه ځکه له دغه خلکو هېڅ هيله نه لري.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، نواز الدين صديقي په خپله وروستۍ مرکه کې وويل، چې که د فلم کتونکي خپله خوښه نه بدلوي، نو ځکه هغه خلکو ته چې فحش او بېکاره فلمونه خوښوي نو زما فلمونه يې نه خوښېږي.

هغه زياته کړه، چې ما فکر کاوه چې زه به د خپل ډول فلمونه جوړوم، خو کله چې مې د دغه فلمونو حشر وليده، نو فکر مې وکړ چې خلک څه ګوري هماغه کول پکار دي، په فلمونو کې دومره ژور نه دي تلل پکار، خو په ما کې يو عادت حتمي شته، چې زه به د خپل ډول فلمونو کې هم کار کوم.

نازيه اقبال: څوک حق نه لري چې زما په ژوند کې خبرې وکړي

هارون باچا هم د اشرف غني ملاتړ وکړ

نواز الدين صديقي وايي، چې فلم کتونکو نه ډېرې ګيلې لرم، دوى کله هم نه شي سمېداى، زه له دوى هېڅ کله هم د ښې هيله نه کوم، د دوى لپاره همدغه ډول فلمونه پکار دي، چې ٤ يا ٥ سندرې وي پکې، فحش ډيالوګونه وي، يو جذباتي صحنه وي، چې دوى پکې وژاړي، دا خلک يوازې همدا شيان غواړي.

هغه زياتوي، چې خلک يوازې يو ډول مينه ګوري او د همدې سره عادت شوي دي، دوى د فوټوګرافۍ غوندې فلمونه نه ګوري. اوس د ټيک ټاک په زمانه کې خلک په ارام فلمونه نه ګوري. زه فکر کوم چې دا ليدونکي هېڅ کله هم نه شي سمېداى، په دې اړه هندي سينما ډېره هوښياره ده، خلکو ته هماغه فلمونه جوړوي، کوم چې دوى ګوري.

د يادولو ده چې نواز الدين صديقي نن سبا د خپل راروان فلم (موتي چور چکنا چور) په تبليغاتي کمپاين کې بوخت دى، په دغه فلم کې له نواز الدين صديقي سره اتيا شيټي هم مهم رول ترسره کړى دى. دا فلم د نومبر مياشتې په ١٥مه نېټه په سينما کې نندارې ته وړاندې کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …