کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان د بالیووډ د یوې بلې کورنۍ د خوښۍ لامل هم وګرځید

سلمان خان د بالیووډ د یوې بلې کورنۍ د خوښۍ لامل هم وګرځید

د هند د فلمي صنعت مشهور ستوری سلمان خان د بالیووډ د یوې بلې کورنۍ د خوښۍ لامل وګرځید، دیا مرزا چې یوه موډله او اداکاره ده په دې اړه کیسه کوي چې څه ډول یې سلمان خان د نوموړې د مور ژوند وژغوره.

د بالیووډ سلطان سلمان خان له دې وړاندې هم د کوریوګرافر او لارښود ریمو ډي سوزا د ژوند په ژغورنه کې مرسته کړې وه، چې ریمو او میرمنې یې له رسنیو سره په خبرو کې ترې یادونه کړې وه.

ویل کېږي چې سلمان خان په بالیووډ کې یو له هغه کسانو څخه شمېرل کېږي، چې ډېرې کلکې دوستانه اړیکې پالي او د لوی زړه څښتن دی او په دې اړه اداکارې دیا مرزا هم څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې سلمان خان یې څه ډول د خوشحالۍ سبب ګرځیدلی دی.

دیا مرزا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د مور طبیعت یې په ناڅاپي ډول خراب شو، نو نوموړې سلمان خان ته زنګ وواهه او هغه یې مور روغتون ته یوړه.

دیا مرزا زیاتوي کله چې روغتون ته ورسیدل نو ډاکتر ورته وویل که چېرته یې پنځلس دقیقې ځنډ هم کړی وای، نو مور به یې ژوندۍ نه وه. نوموړې وایي چې: (( زه د زړه له تله له سلمان څخه مننه کوم او تل به ورسره ترڅنګ ولاړه یم هغه چې هر څه کېږي)).

یاده وي چې دیا مرزا په دې وروستیو کې له یو سوداګر ویبوو ریکي سره واده وکړو.

دا هم ولولئ

ابیشک بچن: یو وخت مې د فلمي صنعت د پرېښودو پرېکړه کړې وه

د هند فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند ابیشک بچن اوسمهال په بالیووډ کې د غوره …