کورپاڼه / روغتيا / آیا د شکر ناروغان وینه ور کولی شي؟

آیا د شکر ناروغان وینه ور کولی شي؟

د شکر د ناروغۍ په اړه انګېرنې یا مفروضې داسې دي چې له مخې یې د شکر ناروغان په ډېرو فعالیتونو کې برخه نه شي اخیستي او په دې انګېرنو کې یې یوه دا هم ده چې د شکر ناروغان وینه نه شي ورکولی.

د ډي تلویزون د ویب سایټ د لیکنې له مخې روغتیایي کارپوهانو په دې اړه وضاحت ورکړی او ویلي دي چې د شکر ناروغان وینه ورکولی شي او که څنګه.

ډاکتر انند دیش پانډی وایي چې ډېر خلک په دې راور دی چې د شکر ناروغان وینه نه شي ورکولی او ویل کېږي چې د وینې په ورکړې سره د وینې د شکر کچه اغېزمنه کېږي، خو دا او دې ته ورته خبرې هیڅ حقیقت نه لري.

نوموړی وایې چې د شکر ناروغان کولی شي چې وینه ورکړي خو د وینې شکر یې باید برابر وي او هغه کسان چې انسولینو استعمالوي نه شي کولی چې وینه ورکړي، خو هغه کسان چې عام درمل خوري بیا وینه ورکولی شي.

د شکر کوم ډول ناروغان وینه نه شي ورکولی؟

ډاکتر منوج چډا په دې اړه وایي چې شکر یو میتابولیکي ناروغي ده چې د ناروغ بدن اغېزمنوي وینه یې نه اغېزمنوي، نو که چېرته ناروغ شخص د زړه او ګردو ناروغي نه لري نو وینه ورکولی شي.

د وینې ورکونې لپاره څه ډول تیاري ونیسو؟

ډاکټر منوج وایي چې د وینې ورکونې سره روژه مه نیسئ، ښه خواړه وخورئ او له وینې ورکونې څخه دمخه وینه معاینه کړئ، ځینې کسانو باندې خوب راولي، نو اړین ده چې خېټه مو تشه نه وي.

ډاکتر دیش پانډی وایي چې موږ باید دغه ډول انګېرنې او مفروضې له منځه یوسو، هر روغ او صحت شخص وینه ورکولی شي او د شکر ناروغان هم باید له وینې ورکولو څخه ونه وېرېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …