کورپاڼه / جالب / په امریکا کې یو شخص پر سرک لوڅ ګرځید، خو چې پولیسو ونیو حیرانوونکی علت یې ورته ووایه

په امریکا کې یو شخص پر سرک لوڅ ګرځید، خو چې پولیسو ونیو حیرانوونکی علت یې ورته ووایه

په امریکا یو شخص چې پر سرک یې په لوڅ حالت کې سفر کاوه، د پولیسو لخوا درول شوی او پوښتنه یې ترې کړې چې ولې یې دا ډول حالت غوره کړی، ذکر شوی شخص ورته په ځواب کې داسې څه ویلي چې د پولیسو مشر یې حیران درولی.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه یو څلویښت کلن شخص مایکل بوټ مین نومېږي او د جنوبي کیرولاینا ایالت د سپارټنبرګ اوسیدونکی دی.

ویل کېږي چې مایکل بوټ د خپلې کلېزې په ورځ د ماسپښین په یوه بجه پر سرک درول شوی، چې په لاس کې یې د سګریټو ګوتۍ هم وه او یو دانه د چرسو سګریټ هم ورسره موندل شوی.

پولیسو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې مایکل بوټ په بشپړ ډول لوڅ و، یوازې یې خپله شرمګاه پټه کړې وه او کله چې د پولیسو مشر ورڅخه د علت پوښتنه وکړه نو مایکل بوټ ورته په ځواب کې وویل چې له میرمنې سره یې بې وفایي کړې او ځان ته د سزا ورکولو لپاره یې دغه کړنه ترسره کړې او ځان ته دا شرم ورکوي چې ولې یې ورسره بې وفایي وکړه.

مایکل بوټ زیاتوي چې له میرمنې سره یې چې کوم چلند کړی زندان ته د تګ لپاره تیار دی، خو کله چې پولیسو نېولو نو د تښتې هڅه یې وکړه، خو پولیسو ونیو او د نشه یي توکو، په عامه ځایونو کې د لوڅ ګرځېدو او له پولیسو سره د ناوړه چلند قضیې پر ثبت شوې.

دا هم ولولئ

یو شخص په سخته ګرمۍ او مارانو کې په سکیټ تخته (۴۰۰۰) کیلومیتره سفر کړی

اته ویشت کلن ټام ډروري د سکیټ د لوبې سر سخت مینوال دی او اسمهال …