کورپاڼه / بېلا بېل / ميا خليفه: که د کورونا ضد واکسين ونه کړئ، نو دا اوړى به هم يوازې تېروئ
ميا خليفه

ميا خليفه: که د کورونا ضد واکسين ونه کړئ، نو دا اوړى به هم يوازې تېروئ

د امريکا، برېتانيې، هند او اسراييل په ګډون ډېرى هېوادونو کې د کورونا ضد واکسين کولو لړۍ ډېر په چټکۍ روانه ده او په ټولنيزو رسنيو کې د يادو هېوادونو مشهور کسان هم له خلکو څخه غوښتنه کوي چې د کورونا ضد واکسين دې ژر تر ژره وکړي.

په دې برخه کې د فحش فلمونو پخوانۍ اداکارې ميا خليفه هم په انسټاګرام کې خلکو ته ويلي دي، چې د کورونا ضد واکسين دې وکړي، خو هغې په داسې ډول دا خبره کړې ده، چې مينه والو يې ورته ډېر خندلي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، ميا خليفه په خپل انسټاګرام پوسټ کې خپل يو عکس خپور کړى او د هغې سره يې ليکلي دي: ((ښايسته نجونې د کورونا ضد واکسين کوي، که تاسې هم دا واکسين ونه کړل، نو اوړى به له ښايسته نجونو پرته تېروئ.))

د ميا خليفه د يو بل پوسټ څخه بيا داسې څرګندېږي، چې هغه د امريکايي شرکت جانسن اېنډ جانسن پر ځاى د فايزر شرکت د کورونا ضد واکسين غوره کړي دي.

د يادولو وړ ده چې د امريکا حکومت تراوسه پورې ١٠٠ ميليونه کسانو ته د کورونا ضد واکسين کړي دي، همدا راز برېتانيې بيا ٤٦ سلنه کسانو، يعنې ٣١ ميليونه خلکو ته د کورونا ضد واکسين کړي دي.

همدا راز اسراييل بيا تر ټولو مخکې دى، چې ٦٠ سلنه اوسېدونکو ته يې د کورونا ضد واکسين کړي دي او هند بيا په دې برخه کې په نهم مقام کې دى.

دا هم ولولئ

د سيند اوبه

د سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې چې خلک يې ډېر حېرانه کړل + ويډيو

په برېتانيه کې د يو سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې، چې …