د اسټراليا ښځينه لوبډلې نن په نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ستر ريکارډ په خپل نوم کړه. د ښځو په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې اسټراليا لومړنۍ لوبډله شوه، چې په پرلپسې توګه يې ٢٢ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې وګټلې او دا ريکارډ يې په خپل نوم کړ.
د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې له خوا ټاکل شوى هدف د اسټراليا ښځينه لوبډلې په اسانۍ سره پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې بريا خپله کړه.
دا لوبه چې نن د دواړو لوبډلو ترمنځ په ماونټ مونګوني کې ترسره شوه، په پيل کې اسټراليا پچه وګټله او لومړى يې نيوزيلېنډ ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې په ٤٨.٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢١٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې لارين ډان ٩٠، اميليا کير ٣٣ او امي ساترت وېټ ٣٢ منډې ترلاسه کړې.
د اسټراليا له خوا ميګن شوت ٤ او نيکولا کارى ٣ لوبغاړې وسوځولې.
د ٢١٣ منډو هدف د اسټراليا ښځينه لوبډلې په ٣٨.٣ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په لومړۍ لوبه کې يې د ٦ ويکټو په توپير بريا خپله کړه.
د دوى له خوا اليسا هيلي ٦٥، ايليس پيري ٥٦ ناسوځېدلې او اشليګ ګارډنر ٥٣ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.
د نيوزيلېنډ له لوري بيا جيس کير، هانا روي، اميليا کير او امي ساترت ويټ ١-١ ويکټ واخيستې.
د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه ميګن شوت ترلاسه کړه.
د دې لړۍ دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه به د اپريل په ٧مه نېټه ترسره شي.