کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د اى پي ايل لپاره بد خبر، دوه لوبغاړي په کورونا اخته شوي
اکشر پټيل

د اى پي ايل لپاره بد خبر، دوه لوبغاړي په کورونا اخته شوي

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) پيلېدو ته يوازې پنځه ورځې پاتې دي، خو بد خبر دا دى، چې د دوه لوبغاړو د کورونا ويروس ټېسټونه مثبت راغلي دي.

د اي ايس پي اين کريک انفو په وېنا، د ډيلي کاپيټلز لوبډلې الراونډر لوبغاړي اکشر پټيل د کورونا ويروس ټېسټ مثبت راغلى دى. نوموړى د مارچ په ٢٨مه نېټه ممبۍ ته رسېدلى و، خو لومړى د کورونا ټېسټ يې منفي راغلى و، چې اوس يې تازه ټېسټ مثبت راغلى دى.

په راپور کې ويل شوي دي، چې نوموړى اوس کرنټين دى او د ډاکټرانو تر څار لاندې دى، چې روغتيايي لارښوونې عملي کوي او تر روغتيا وروسته چې يې ټېسټ منفي راشي، نو له لوبډلې سره به يو ځاى شي.

بلخوا د کريک ټرېکر وېبپاڼې بيا د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې لوبغاړي ديودت پاډيکال په اړه په خپل راپور کې ويلي دي چې د هغه د کورونا ويروس ټېسټ هم مثبت راغلى دى.

په راپور کې ويل شوي دي چې نوموړي اوس ځان کرنټين کړى دى او ښايي د خپلې لوبډلې په لومړيو دوه لوبو کې ګډون ونه کولاى شي.

د يادولو وړ ده چې د اى پي ايل سيالۍ د اپريل په ٩مه نېټه پيلېږي چې د هند په ٦ ښارونو کې به ترسره شي، خو تازه پېښو ته په کتلو سره داسې ښکاري چې ښايي هېڅ تماشچيان لوبغالي ته پرې نه ښودل شي او که چېرته د نورو لوبغاړو د کورونا ټېسټونه هم مثبت راغلل، نو ښايي د لوبو په مهالوېش کې هم بدلون راشي.

د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) چې څه وخت مخکې پيل شوى و، هم د ١٤ لوبو ترسره کېدو وروسته د کورونا پېښو له زياتېدو وروسته وځنډول شو، چې ښايي د مۍ په مياشت کې يې پاتې سيالۍ ترسره شي.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …