کورپاڼه / خبرونه / ميروېس اشرف غواړي چې مجيب الرحمان چکر ته بوځي، خو چېرته او کله؟
مجيب الرحمان او ميروېس اشرف

ميروېس اشرف غواړي چې مجيب الرحمان چکر ته بوځي، خو چېرته او کله؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى ميروېس اشرف غواړي چې مجيب الرحمان چکر ته بوځي، خو تر څنګ يې پکې شرط هم شامل دى، چې که سوله او ارامي راشي.

ميروېس اشرف چې د کندوز ولايت اوسېدونکى دى، په ټويټر کې يې يو تازه عکس خپور کړى دى، چې پکې د سېخ کباب د پخولو پر مهال ليدل کېږي.

دا عکس د کندوز په ابدان دښته کې اخيستل شوى دى، چې په نن سبا ورځو کې دغه دښتې ته ډېر کندوزيان په چکر ځي او هلته مېلې کوي.


په عکس کې د ميروېس اشرف سره ځينې نور کسان هم ليدل کېږي، چې د سېخ کباب په پخولو کې مصروفه دي، نوموړي له دې عکس سره بيا يو شمېر ملي لوبغاړي هم ټېګ کړي دي.

د ميروېس اشرف دغه عکس ته د ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي مجيب الرحمان ليکلي دي: ((مزې کوه حاجي صاحب ښايسته ځاى دى.))

د مجيب دغه خبرې ته ميروېس اشرف بېرته په ځواب کې ليکلي دي: ((مننه مجيب جانه! بس خداى تعالى دې د خېر سوله او ارامي راولي چې د سمت شمال ښايسته ځايونه درباندې وګورم او سيل تفريح ته مو بوځم.))


د يادولو وړ ده چې مجيب الرحمان اوسمهال په هند کې دى، چې په راتلونکي اى پي ايل ليګ کې به د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره ولوبېږي.

دا هم ولولئ

معين علي

د راجستان کمزورې توپوهنه، چيناى دويمه لوبه وګټله

د چيناى سوپر کنګز لپاره معين علي، سام کران او رويندرا جډيجا ډېره ښه توپ …