د هندي سينما مشهور فلمي اداکار اکشى کمار هم د نړيوالې وبا کورونا ويروس ښکار شوى دى، چې په اړه يې نوموړي په خپله معلومات ورکړي دي.
د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، اکشى کمار د خپل ټويټر اکاونټ څخه د خپلو مينه والو لپاره يو ځانګړى پېغام خپور کړى دى او پکې يې د کورونا ويروس ټېسټ د مثبت راتلو خبر ورکړى دى.
اکشى کمار په خپل پېغام کې ليکلي دي: ((زه تاسو ټولو ته دا خبر درکول غواړم چې نن سهار زما د کورونا ټېسټ مثبت راغلى دى، چې له هغه وروسته مې ټول احتياطي تدابير خپل کړي او په خپل کور کې مې ځان کرنټين کړى دى.))
نوموړي همدا راز غوښتنه کړې ده چې هغه کسان چې په دې وروستيو کې يې ما سره ليدلي دي، خپل د کورونا ټېسټ دې حتماً وکړي او په ځان دې پام کوي.))
د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې د هندي سينما يو شمېر مشهور ستوري په کورونا ويروس اخته شوي دي، چې عامر خان، عاليه بټ او رنبير کپور هم پکې شامل دي.