کورپاڼه / خبرونه / دولت ځدراڼ بيا کرکټ ته راستنېږي، وايي: ((اوس وخت د دې دى چې بېرته د ګران هېواد نمايندګي وکړو))
دولت ځدراڼ

دولت ځدراڼ بيا کرکټ ته راستنېږي، وايي: ((اوس وخت د دې دى چې بېرته د ګران هېواد نمايندګي وکړو))

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى دولت ځدراڼ يو ځل بيا کرکټ ته راستنېږي او د ورزش يوه تازه ويډيو يې هم په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړې ده.

نوموړي تېر ٢٠٢٠ کال کې د مارچ په مياشت کې د کرکټ بورډ پر ضد په خپله فېسبوکپاڼه کې يو پوسټ کړى و، چې له هغه وروسته بيا د ډسپلين کمېټې د نوموړي قرارداد هم د ٦ مياشتو لپاره فسخه کړى و.

اوس تازه دولت ځدراڼ په خپله فېسبوکپاڼه کې يوه ويډيو خپره کړې ده، چې په جيم کې ورزش کوي او له دې ويډيو سره نوموړي ليکلي دي:

((سلامونه درنو مينه والو او ګران هېوادوالو!

يو ځل بيا د ګران هېواد لپاره، د کرکټ نه يو څه وخت ليرې وم، خو اوس وخت د دې دى چې بېرته يو ځل بيا د ګران هېواد نمايندګي وکړو، خپل بېرغ په نړيوالو مېدانونو کې رپانده وساتو. دعاګانو کې مو ياد ساتئ.))

٣٣ کلن دولت ځدراڼ د افغانستان لپاره خپله وروستۍ لوبه په ٢٠١٩ کال کې ترسره کړې وه او له هغه وروسته بيا په نړيوالو لوبو کې د لوبېدو چانس نه دى ورکړل شوى.

پر نوموړي په ټولنيزو رسنيو کې د کرکټ ډېرى مينه والو نيوکې هم کړې دي او ورته يې ليکلي دي، چې اوس د ځوانانو وخت دى او د هغه عمر نور د دې نه دى چې په نړيوالو لوبو کې ولوبېږي.

دولت ځدراڼ د افغانستان لپاره ٨٢ نړيوالې يو ورځنۍ او ٣٤ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې په دې ټولو لوبو کې يې ١٥٥ ويکټې ترلاسه کړي دي.

دا هم ولولئ

معين علي

د راجستان کمزورې توپوهنه، چيناى دويمه لوبه وګټله

د چيناى سوپر کنګز لپاره معين علي، سام کران او رويندرا جډيجا ډېره ښه توپ …