د پښتو ژبې مشهور شاعر او ليکوال ډاکټر صاحب شاه صابر له نن نه ١٤ کاله وړاندې د اپريل په ٣مه نېټه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې وې، چې پرون يې ١٤م تلين و.
د هغه په ياد که څه هم د کومې سترې غونډې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي، خو په ټولنيزو رسنيو کې د ارواښاد په ياد کې يو شمېر ليکوالانو او شاعرانو پوسټونه کړي و.
په دې لړ کې د پښتو ژبې مشهور سندرغاړي هارون باچا هم د ډاکټر صاحب شاه صابر د ١٤م تلين په ورځ د هغه ځينې شعرونه زمزمه کړي او خپاره کړي يې دي.
د سرو لمبو، د غرغرو له شوره، نه دي خبر
دا څوک چې جنګ غواړي، د جنګ له زوره نه دي خبرد ډاکټر صاحب شاه صابر د 14م تلين په پار د ارواښاد دا شعرونو درته ډالۍ کوم.#RememberingSahibShahSabir pic.twitter.com/mDHoVhR8nT
— Haroon Bacha هارون باچا (@haroonbacha27) April 3, 2021
د سرو لمبو، د غرغرو له شوره نه دي خبر
دا څوک چې جنګ غواړي، د جنګ له زوره نه دي خبر
دا د ډاکټر صاحب شاه صابر يو له مشهورو شعرونو څخه دى، چې همدا غزل هارون باچا په خپل خواږه غږ کې له دې مخکې هم ويلى دى او اوس يې هم د همدې غزل ځينې شعرونه زمزمه کړي او په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي.
د يادولو وړ ده چې ارواښاد ډاکټر صاحب شاه صابر د کره کتنې، لنډې کيسو، شاعرۍ او نورو برخو کې ډېر کتابونه ليکلي و، چې د پښتو ادب له مهمو کتابونو څخه ګڼل کېږي او د هغه شاعري هم ډېر مينه وال لري، چې مشهور سندرغاړي کرن خان يې هم ډېر شعرونه په خپل غږ کې ويلي دي.