کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سويلي افريقا په پاکستانۍ لوبډله ٣٤١ منډې جوړې کړې
سويلي افريقا او پاکستان

سويلي افريقا په پاکستانۍ لوبډله ٣٤١ منډې جوړې کړې

ټيمبا، ډي کوک او دوسين د سويلي افريقا لپاره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، چې د پاکستان لوبډلې ته يې د ٣٤١ منډو ستر هدف وټاکه.

د سويلي افريقا او پاکستان ترمنځ په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې پاکستان پچه وګټله او لومړى يې د سويلي افريقا لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

سويلي افريقا په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٣٤١ منډې وکړې، چې له ډلې يې ټيمبا بوواما ٩٢، کوانټين ډي کوک ٨٠، راسي وان در دوسين ٦٠، ډيويډ ميلر ٥٠ ناسوځېدلې او ايدين مارکرم ٣٩ منډې وکړې.

د پاکستان له خوا حارث روف ٣، فهيم اشرف، محمد حسنين او شاهين شاه اپريدي ١-١ ويکټ واخيستې.

د يادولو وړ ده چې د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان د ٣ ويکټو په توپير بريا خپله کړې وه، پاکستان په دغه لوبه کې په وروستي توپ لوبه ګټلې وه.

دا هم ولولئ

کريم صادق

کريم صادق: افغان سيليکټران د ډالرو په بدل کې لوبغاړي انتخابوي، که فساد نه واى، تراوسه به مو نړيوال جام هم ګټلى و

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى پيليز توپوهونکى کريم صادق وايي، چې افغان سيليکټرانو چې …