کورپاڼه / جالب / د عمان یو اوسیدونکي اته کیلو چغندر (لبلبو) کرلي دي

د عمان یو اوسیدونکي اته کیلو چغندر (لبلبو) کرلي دي

د عمان یو اوسیدونکي له اتو کیلو څخه ډېر وزن لرونکی چغندر (لبلبو) کرلي او تصویر یې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی.

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د عمان یو اوسیدونکي په فارم کې د ډېر وزن لرونکی لبلبو یا چغندر را شین کړی یا کرلی دی.

ویل کېږي چې دغه شخص شپږ میاشتې دمخه یې فصل کرلی و، چې اوسمهال له رسېدو سره ټول عادي ول خو یو چغندر بیا له نورو څخه غیر عادي و، چې له اتو کیلو څخه یې ډېر وزن درلود او خلک یې له حیرانۍ مخ کړي.

ذکر شوي شخص د چغندورو ګټې هم بیان کړي ترڅو د ګرمۍ په موسم کې ترې خلک برخمن شي.

ویل کېږي چې چغندر له شکر سربېره کاربوهایډریټ، پروټین، اوسپنه، فایبر، سودیم، زنک، پوتاشیم، میګنیزیم، ویټامین بي او د ویټامین بي درلودونکې هم دی.

د چغندر له ګټو څخه یوه ګټه دا هم ده چې لوړ فشار برابر ساتي او د هضم لپاره هم ګټور ګڼل کېږي او د سرطاني ناروغیو څخه هم مخنیوی کوي.

دا هم ولولئ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د …