کورپاڼه / روغتيا / د خولې د پولیو د ختمولو آسانه لارې چارې

د خولې د پولیو د ختمولو آسانه لارې چارې

د خولې پولۍ کېدل یوه داسې ستونزه ده چې د ګرمۍ یا د اوړي په موسم کې ډېره رامنځته کېږي، چې بیا یې په سبب په سم ډول سره خوراک هم نه کېږي او نه هم ګرم یا ساړه شیان شیان څښلی شو، نو راځئ چې د خولې د پولیو څخه د خلاصون یو څو تجربه شوې لارې چارې ولولو.

آلوویرا:

د آلوویرا جیل د خولې د پولیو د درملنې لپاره ترټولو غوره ګڼل کېږي او په استعمال سره یې د خولې پولۍ او زخمونه ډېر ژر ښه کېږي او په درد کې یې کمښت راځي. نو هڅه وکړئ چې لږ اندازه د آلوویرا جیل د خولې په پولیو ووهئ او دغه کړنه په ورځ دوه یا درې تکرار کړئ.

د اوړو سوډا:

ویل کېږي چې د اوړو سوډا تېزابي ځانګړتیا لري چې د خولې بکټریا ختموي او د پولیو درملنه کوي، ددې لپاره یو کاچوغه د اوړو سوډا په یوه پیاله ګرمو اوبو کې واچوئ او غړغړه یې کړئ.

ویټامین اي:

د ویټامین اي یو کپسول پرې کړئ او تېل یې د خولې په پولیو ووهئ، کله چې دغه تېل پرې ووهل شي نو له میکروب څخه ژغوري او د ډېر ژر یې ښه کوي.

مالګینې اوبه:

مالګینې اوبه راواخلئ او تر دیرشو دقیقو غړغړه کړئ ترڅو د پولیو د ختمولو عمل تېز شي او په مرسته یې دغه نسجونه ښه شي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …