کورپاڼه / اسلام / الله تعالی د دریو کسانو دعا هیڅکله نه ردوي

الله تعالی د دریو کسانو دعا هیڅکله نه ردوي

له حضرت انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې درې دعاګانې هیڅکله نه رد کېږي او الله تعالی یې ضرور قبلوي.

لومړی هغه شخص چې روژه یې نېولي او د روژه ماتي یا ماښامي پر وخت دعا وکړي، دویم کله چې یو مسافر د سفر پرمهال دعا وکړي او کله چې یو شخص د خپل اولاد لپاره دعا وکړي.

له حضرت ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې درې داسې دعاګانې دي، چې هیڅ شک نشته چې الله تعالی به یې قبلوي.

که چېرته یوه مور یا پلار له خپل اولاد څخه تنګ راشي او له خولې یې ورته بده دعا ووځي نو الله تعالی یې قبلوي، دویم د مسافر دعا او دریم بیا د مظلوم زارۍ او فریاد الله تعالی ته ژر رسېږي او ژغوري یې.

د دعا په اړه ویل کېږي چې الله تعالی دعا قبلوي، خپله الله تعالی فرمایي چې زه ستاسو مرسته ضرور کوم، هغه که په ځنډ هم وي.

دغه راز د دعا کولو لپاره ځینې شرایط هم دي لکه د دعا پر وخت باید په اخلاص سره دعا وکړو، له حرامو شیانو ډډه وکړو، د دعا آداب پر ځای کړئ، له دعا څخه دمخه ځان پاک کړئ او د دعا وختونه وپېژنئ.

دا هم ولولئ

که د دنیا او اخرت بریا غواړې، نو د رسول الله (ص) په دې حدیث عمل وکړئ

الله تعالی د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د اسلام دین بشپړ کړ او …