کورپاڼه / روغتيا / که غواړئ چې پیاوړې عضلې ولرئ نو د سبزیجاتو استعمال عادت وګرځوئ

که غواړئ چې پیاوړې عضلې ولرئ نو د سبزیجاتو استعمال عادت وګرځوئ

له یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې سزیجات په ځانګړي توګه پالک د عضلو په پیاوړي کولو کې جادویي اغېزې لري. په څېړنه کې راغلي چې نایټریټ لرونکي سبزیجات د عضلو فعالیتونه ښه کوي او اړوند ستونزې یې حل کوي.

ویل کېږي کله چې نایټریټ بدن ته داخل شي نو په نایټرک اکسایدو سره بدلېږي، چې د وینې شریانونه پراخوي، د وینې دوران ښه کوي او د ورزش فعالیتونو د ښه والي لپاره مرستندویه تمامېږي.

دغه راز د وخت په تېرېدو سره مو د دا ډول غذایي عادت په پایله کې د زړه او دماغو روغتیا هم ښه والی مومي او دغه څېړنه یې په درې زره او اوسو کسانو ترسره شوې چې تر دولسو کلونو پورې دوام درلود.

له څېړنې ثابته شوې چې د شنو پاڼو لرونکي سبزیجات استعمال د پښو او پنډیو د ډېرې پیاوړتیا سبب کېږي او د تګ سرعت یې د نورو په پرتله تېز وي.

څېړونکي وایي چې د شنو سبزیجات په استعمال سره د هغه کسانو عضلې پیاوړې کېږي چې ورزش نه کوي. دوی زیاتوي چې پالک او نور سبزیجات د بدني روغتیا لپاره ډېر ګټور وي، خو که چېرته د چا دغه سبزیجات نه خوښېږي نو د ډاکتر په مشوره دې د نایټریټ سپلیمنټ استعمال کړي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …